خبرونهامنیتTOP

د کابل ملي پولیسو له روزنيز مرکز څخه لسګونه سرتېري تر مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول

کابل، د مرغومې ۱۳مه، باختر

د کورنيو چارو وزارت اړوند د کابل ملي پوليسو له روزنيز مرکز څخه ۱۷۴ سرتېري تر دوه مياشتې مسلکي زده کړو وروسته نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

د یاد مرکز قومندان مل پاسوال عبدالله ياسر د یادو سرتېرو د فراغت په مراسمو کې وویل چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته له دغه مرکز څخه ۴ زره ۷۵۰ سرتېرې په ۱۱ بېلا بېلو دورو کې فارغ شوي او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې دمګړۍ په دغه مرکز کې ۱۲۸ ساتنمنان په مسلکي زده کړو بوخت دي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت د اداري چارو معینيت د دفتر رئيس مل پاسوال شيخ محمد طايب وویل چې سرتېري بايد خپل مسووليت په ښه ډول درک کړي او په دندو کې هيڅ ډول غفلت ونکړي.

نوموړي همدارنګه وویل چې په هرډول شرایطو کې د خپلو آمرینو اطاعت د سرتېرو مسوولیت دی او د اسلامي امارت ټول سرتېري او منسوبین دغه مسولیت ته په پوره توګه ژمن دي.

په ورته وخت کې د کابل امنیې قومندانۍ مرستیال مل پاسوال مولوي محمد ابراهيم په یادو مراسمو کې وویل چې اوسنی نظام د بې ساري قربانيو په پايله کې منځته راغلی او د ساتنې په موخه يې بايد  نه ستړې کېدونکي هڅې وشي.

هېره دې نه وي، چې تازه فارغ شویو سرتېرو هم ژمنه وکړه، چې په هر ډول شرایطو کې به ورسپارل شوې دندې په ښه ډول ترسره کوي او چاته به د عامه نظم د اخلالولو اجازه ورنکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته