خبرونهټولنه

د کابل- مزارشریف پر لویه لاره په دریو ترافیکي پېښو کې ۱۸ تنه ټپیان شوي

کابل، د مرغومې ۲۷مه، باختر

ځايي سرچینې د کابل- مزارشریف پر لویه لاره په دریو ترافیکي پېښو کې د ۱۸ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

دغه پيښې پرون د بغلان ولايت په رباطک، د سمنګانو په مرکز ايبکو ښار او د یاد ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د شپږو مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې دي.

د سمنګانو د ترافيکو رياست يوه مسوول باز مير اميني د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو پېښو کې د نهو ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ تنه ټپيان شوي دي.

ورته مهال د سمنګانو ولايت د شهيد کرام الدين وکيلزاده مرکزي روغتون رييس ډاکتر سيد عثمان حميدي باختر آژانس ته وويل چې د ۱۸ ټپيانو له جملې څخه د ۸ تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

ځايي مسوولینو د یادو پېښو د لامل په تړاو څه نه دي ویلي خو له دې وړاندې دې ته ورته پېښې د موټر چلوونکو د ټکر له امله رامنځته شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته