د کابل مازیګری؛ اوس هغه پخوانی نه دی

کابل, د مرغومې ۲۱ مه, باختر
تبصره
کابل ښار کې د مازیګر مهال اوس هغسې پخوانی نه دی او بلها ډېر توپیر یې کړی او کابلیان د دغه ژور توپیر شاهدان دي.
مثلاً د اسلامي امارت په واکمنۍ کې ارګ ته ورغلې لارې هر مازیګر کور ته د کوم خدمتګار چارواکي د بېرته تګ لپاره نه بندېږي او یا هم د چارواکو لپاره د دارلامان، هوټل پروان او یا نور مسیرونه نه تړي، چې ګوندې ولس ته له خیانت څخه ستړی امر یې کورته ځي او د ولس د خولې مړۍ په ډېر ویاړ سره په خپلو بچیو خوري.
اوس د هغه پخواني مازیګري انډوخر د نشتون او د زېږنتونونو د لارو د نه بندېدو له امله مور خپل ولادت د سړک پر سر نه کوي.
اوس کورونو ته د بېرته تګ پرمهال د امارتي مامورینو پر مخ مزاحمت نشته او ښه په وخت کورونو ته رسېږي.
اوس د کابل مازیګر او دولتي رسمیاتو د پای وخت بېخي بدل شوی او امارتي لوړ پوړي چارواکي یا خو د ولس د لا ښه خدمت لپاره په خپلو دفترونو کې وي او یا خو له نور ټیټ رتبه مامورینو سره په عادي ډول او له امنیتي کمربندونو او چېک پاینټونو پرته خپلو کورونو ته ځي او کابلی ولس یې له یو لوی سرخوږي بېغمه کړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته