کابل / د وږي ۴ مه / باختر
د کابل د پغمان ولسوالۍ له ابوبکر صدیق (رض) مدرسې څخه نن د قران کریم ۱۶ حافظانو فراغت لیکونه ترلاسه کړل.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې فراغت غونډه کې د اسلامي امارت مسوولینو له مدرسو ملاتړ اعلان کړ او پر ځینې نورو موضوعاتو یې هم خبرې وکړې.
په ورته وخت کې د پغمان اوسېدونکو هم له اسلامي امارت څخه ملاتړ اعلام کړ او د امارت په راتګ یې خوښي څرګنده کړه.
1 د یوې دقیقې څخه لږ