ټولنه

د کابل- قندهار په لويه لاره کې د ترافيکي پيښې له امله څلورتنه ووژل شول

کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٣
د کابل – قندهار په لويه لاره کې د ترافيکي پيښې له امله څلور تنه ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.
د قندهار ولايت د ترافيکو آمر د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه تېرماښام د کابل – قندهار په لويه لاره کې هغه وخت رامنځته شوه چې يو مسافر وړونکى موټر چې له قلات څخه د قندهار په لور روان و؛ د زيات ګړنديتوب له امله له خپل تګلوري څخه ووت او د چپه کيدو له امله يې څلور تنه سپرلۍ ووژلې شوې او درې تنه نور ټپيان شول.
خبر ځاى وويل چې د دغې پيښې ټپيان قندهار روغتون ته ليږدول شوي او د روغتون د روغتيايي چارواکو د څرګندونو له مخې د دغې پيښې د دوتنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .
د دغې پيښې په قربانيانوکې ښځې او نارينه شامل وو. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته