قلات باختر د وږي ۷ مه
د کابل ـ قندهار پر لویه لاره د زابل ولایت د قلات ښار په هزار تک سیمه کې د یوه باروړونکي او ۳۰۳ مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله د دوو ماشومانو او دوو مېرمنو په ګډون ۲۴ تنه ټپيان شوي دي.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې دغه پېښه پرون له غرمې وروسته شوې او د پېښې ټپیان په خپل وخت سره د قلات ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
هغه د یادې پېښې لامل د لويې لارې خرابوالی او د موټر چلوونکو بې اختیاطي په ګوته کړه.پای/وصال
1 د یوې دقیقې څخه لږ