د کابل شمال- لوېديځ نښلوونکي سړک ۳ کیلو متره د قیر کولو چارې ترسره شوې

کابل، د لېندۍ ۲۵مه، باختر
د کابل ښاروالۍ له لوري د دغه ښار- شمال لوېديځ نښلوونکي سړک د قیر چارو پر دوام د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته، د یادې لویې پروژې د ۳ کیلو متره نورې برخې قیر چارې هم ترسره شوې.
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د پلونو او سړکونو آمر انجنیر محمد داود ځواب په دې اړه وویل چې دغه سړک ۷ زره ۶۴۵ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې د هوا د ښه والي په صورت کې به یې د قیر کولو چارې ترسره شي.
نوموړي زیاته کړه، د یاد سړک د پاتې برخې بنسټیزو چارو هم ښه پرمختګ کړی او هڅه کېږي چې د قیر کولو چارې یې پر وخت بشپړې شي.
د دغه لوی نښلوونکي سړک په جوړېډو سره د کوتل سړک او سرای شمالي ترمنځ ترافیکي بهیر وېشل کېږي او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه هم برابره شي.