د کابل د کانکور آزموينه وځنډول شوه

کابل / د غبرګولي ۸ مه / باختر
د آزموينو ملي ادارې اعلام وکړ چې د کابل ولايت د بايومتريک معلوماتو د ثبت او د کانکور آزموينې د اخيستلو بهير ځنډول شوى دى.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د آزموينو ملي ادارې نن ويلي دي چې د بايومتريک معلوماتو د ثبت او د کانکور آزموينې د اخيستلو بهير تر راتلونکې خبرتيا ځنډول شوى دى.
له دې وړاندې د عامې روغتيا وزارت اعلام کړی و: د هرې ورځې په تېرېدو سره په کروناویروس د اخته کسانو شمېر زياتېږي او د کرونا له درېمې څپې سره د مبارزې پروګرام او کروناويروس د خپرېدو د مخنيوي او دموجود حالت د کنټرول په موخه، د هېواد په ١٦ ولايتونو کې ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه، ښوونځي او روزنيز کورسونه سر له ننه (د غبرګولي ۸مې) څخه د ددوو اوونيو لپاره رخصت دي.
د وروستيو رسمي شمېرنو له مخې؛ په هېواد کې په کروناویروس د اخته کسانو شمېر ۷۰ زرو ١٠٧ ته رسېدلی دى چې له دې جملې څخه ۲ زرو ۸۹۹ تنه مړه شوي دي.
داسې اتکل کېږي چې په هېواد کې په کووېډ-١٩ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له وړاندې شويو رسمي شمېرنو څخه زيات دي.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته