خبرونهټولنهښوونه او روزنه

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون به د روانې اوونۍ په پای کې د يوه ستر ملي کنفرانس کوربه وي

کابل، د سلواغې لومړۍ نېټه، باختر
ټاکل شوې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کابل د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې «د افغانستان ښوونیزو او لوړو زده کړو بنسټونو د پیاوړتیا ملي کنفرانس» تر سرلیک لاندې علمي کنفرانس جوړ شي.
د ياد پوهنتون رئيس شيخ سيد بشير اغا هاشمي په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې وويل چې دغه کنفرانس ته، چې ټاکل شوې د روانې اوونۍ د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې ترسره شي، د هېواد د تحصیلي بنسټونو ټول استادان او څېړونکي رابلل شوي، چې د ښوونیز او تحصيلي نظام د ښه والي، پیاوړتیا، ستونزو، ننګونو او حل لارو په اړه خپلې علمي مقالې وړاندې کړي.
هاشمي همدارنګه وويل چې اوس مهال د استادانو، څېړونکو او محصلينو لپاره د علمي، اکاډميک او تحصيلي فعاليتونو ترسره کولو ښه زمینه برابره شوې او څېړونکي کولای شي په ازاده توګه خپل فعاليتونه ترسره کړي.
د يادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزارت د پلان له مخې په روان او راتلونکو کلونو کې دا ډول ملي او نړيوال کنفرانسونه د هېواد په ځینو تحصيلي بنسټونو کې ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته