د کابل د ځینو سیمو او د غزني او پکتیا حوزو برېښنا بېرته ونښلول شوه
کابل / د چنګاښ ۱۷مه / باختر
د افغانستان برېښنا شرکت تخنیکي کارکوونکو د کابل د ځینو سیمو او د غزني او پکتیا حوزو برېښنا بېرته وصل کړه.
باختر آژانس ته د افغانستان برېښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې؛ د دغه شرکت کارکوونکو له ۱۰ کاري ورځو وروسته وتوانېدل په پغمان ولسوالۍ کې درې ړنګې شوې پايې په اساسي ډول ترمیم کړي. د یادو پایو د کار په بشپړېدو سره، د کابل د ځینو سیمو او دغه راز د میدان وردګو، غزني، لوګر، پکتیا او خوست برېښنا بېرته عادي شوه.
خبرپاڼه زیاتوي: دا چې په تېرو ۱۰ ورځو کې د کابل یوشمېر سیمې او ولایتونه برېښنا نه لرله؛ د افغانستان برېښنا شرکت رهبري پرېکړه کړې ده چې د څو ورځو لپاره د یادو سیمو او ولایتونو پېرودونکو ته په ۲۴ ساعته ډول برېښنا تامینه شي.
همدارنګه د افغانستان برېښنا شرکت له ټولو پېرودونکو څخه غوښتنه کړې ده چې د برېښنا لګښت په برخه کې سپما وکړي.
پای/ وهاج