خبرونهاقتصادټولنهTOP

د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک د جوړولو چارې پیل شوې

کابل، د لړم ۵مه، باختر

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، نن په داسې حال کې چې د ټولګټو وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني، د ننګرهار ولایتي مسئولین او د خصوصي سکټور استازي هم حاضر وو؛ د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک د جوړولو چارو پرانیسته کړې ده.

باختر آژانس ته د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې؛ د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې ویلي چې د کابل – جلال آباد لویې لارې دویم لین سړک د هېواد د داخلي اتصال او ځمکني ترانسپورټ په برخه کې هغه مهمه پروژه ده، چې دوه ستر تجارتي او ستراتیژیک ولایتونه کابل او ننګرهار په کمه فاصله یو له بل سره نښلوي.

ملا عبدالغني برادر آخوند زیاته کړې ده:” د دغو دوو مهمو اقتصادي، تجارتي او ترانزیټي ښارونو ترمنځ د ترانسپورټ اسانتیا نه یوازې کورنۍ سوداګرۍ ته وده ورکوي، بلکې له سیمې او نړۍ سره زموږ دسوداګریزو اړیکو او مناسباتو په پراختیا کې هم مهم رول لري او د هېواد له ملي اقتصاد سره مرسته کولی شي”.

د هغه په وینا، دغه سړک د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس د کابل جلال آباد پر لویه لار د تلونکو وسایطو او عراده جاتو څخه د هغوی د نوعیت په تفکیک د ټاکل شوي حق العبور په بدل کې جوړېږي او دا محصول به د ټولګټو وزارت په ځانګړي بانکي حساب کې په شفافه توګه جمع، بانک ته به تحویل او د مالیې وزارت به یې د مصرف او عملیاتي اړتیاوو اړوند اړینې او عاجلې اسانتیاوې برابروي.

ملا برادر آخوند ویلي چې د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک په جوړېدو سره به د دې لارې پر لومړي لین سړک ګڼه ګوڼه راکمه او د ترافیکي پېښو کچه به راټیټه شي. همدارنګه به د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې، د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر به ګړندی، خوندي او کم لګښته شي او همدا راز به د لارې په اوږدو کې کوچني او منځني کاروبارونه وغوړیږي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړې چې د داخلي ترانسپورټ معیاري رغول او پیاوړتیا د سیمه‌ییز اتصال لپاره لومړنی شرط دی؛ داخلي لویې لارې او سړکونه له یوې خوا د هېواد ولایتونه یو له بل سره نښلوي او له بلې خوا همدا سړکونه د سیمې د هېوادونو سره د سیمه‌ییز ترانسپورټي اتصال په برخه کې تر ټولو اساسي رول لوبوي.

ملا عبدالغني برادر آخوند، همدا رنګه د سیمې له اوسېدونکو څخه غوښتي چې د یادې پروژې د تطبیق په برخه کې له اړوندو مسئولینو سره لازمه همکاري وکړي او دغه راز د پروژې تطبیق کوونکو تخنیکي ټیمونو ته سپارښتنه کړې چې دغه مهمه پروژه د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره په ښه ډول تطبیق کړي.

د یادونې وړ ده چې د کابل – جلال آباد دویم لین سړک چې شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري؛ د کابل له بګرامیو ولسوالۍ څخه پیل د دغه ولایت خاکجبار، د ننګرهار د حصارک، خوګیاڼیو او سره رود ولسوالیو څخه له تېرېدو وروسته، د ننګرهار له حلقوي سړک سره نښلول کېږي. د دغه سړک د لومړي فاز د لومړي لاټ چې ۲۲ کیلومتره اوږدوالی لري؛ د اساسي رغولو چارې پيل شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته