کابل / د چنګاښ ۳۰ / باختر
د کابل – جلال آباد لویه لاره ترمیم او پاکه شوه.
د فواید عامې وزارت وايي چې د دوی خدماتي کارکوونکي له خپلو وسایلوسره د دغه سړک ځینې برخې چې د سېلاونو په پایله کې ویجاړې شوې وې ترمیم او پاکې کړې.
د کابل – جلال آباد لویه لاره د هېواد د تګ را تګ له ګڼ مېشتولاروڅخه دى. او د زرګونو مسافر وړونکواو لسګونوتجارتي کاروانونو د تګ را تګ ډګر دی.
د فواید عامې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې د سړښت له رسېدوڅخه مخکې د کابل – جلال آباد د لوې لارې د ترمیم او پاکول یو له لاس ته راوړنوڅخه دی.
دغه لویه لاره د سړښت په موسم کې د سړک دځينو برخو د خرابوالي او د سېلاونو او کوچنيو ډبرو د شتون له امله د موټرو په تګ را تګ کې خنډ کېده.
-ع