د کابل او دوحې ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراخولو په اړه خبرې وشوې

کابل، د سلواغې ۴مه، باختر
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، نن په کابل کې د قطر سفارت له شارژدافیر دکتور مُردِف القاشوطي سره کتلي دي.
باختر آژانس ته د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه دواړو لوریو د کابل او دوحې ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراخولو په اړه خبرې کړې دي.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د مذاکراتو پر مهال د قطر له کوربه توب څخه مننه کړې او د دغه هېواد له دولت او پانګه والو یې غوښتي چې په افغانستان کې د پانګونې له موجودو فرصتونو استفاده وکړي او په دې اړه اسلامي امارت د پوره همکارۍ ډاډ ورکوي.
همدا رنګه، د قطر شارژدافیر ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو پراخولو ته لېوال دی.
القاشوطي زیاته کړې چې دوی د دوحې او کابل ترمنځ د مسافر وړونکو او کارګو الوتنو پر زیاتوالي کار کوي او دغه راز د قطر دولت له لوري به په نږدې راتلونکي کې د کندهار په میرویس روغتون کې د ۴۰۰ نویو بسترونو جوړولو عملي کارونه هم پيل شي.
هغه ژمنه کړې چې قطر له افغانستان سره په تعلیمي برخه کې همکارۍ ته چمتو دی او همدارنګه به له افغانانو سره د مرستو په موخه، په کابل کې د قطر خیریه بنسټ هم فعالیت پيل کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته