ټولنه

د کابل اوبورسولو منځمهالې پروژې د دویم فاز دویمې برخې قرارداد لاسلیک شو

کابل باختر دليندي پنځمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په شتون اود ښاري پراختیا عالي شورا غونډې په پای کې د اوبو رسولو شرکت لوی رئیس انجینر حمیدالله یلاني او د فیکای ترکي شرکت استازي د کابل اوبو رسولو منځمهالې پروژې دویم فاز د دویمې برخې MTP1  قراردادپه ارګ کې لاسلیک کړ.
دجمهور رييس وياندباختر اژانس ته خبرورکړ.
د کابل اوبو رسولو منځمهالې پروژې دویم فاز د دویمې برخې  له ۵،۷ میلیون ډالرو زیات لګښت د امریکا متحدو ایالتونوپرمختیایي اداره ورکوي. په دې پروژه کې پر وزیر محمداکبرخان غونډۍ د ۵ زره متره مکعب په ظرفیت د اوبو زيرمې او خونې جوړول او له زيرمې څخه د اوبو رسولو شبکې ته د اوبو د انتقالي پایپ نښلول شامل دي.
د دې پروژې په لومړۍ برخه کې د کلیکتورونو جوړول او د لوګر سېند څخه وزیرمحمداکبرخان غونډۍ ته د اوبو انتقالي پایپ شامل دي چې دمخه یې قرارداد شوی او کار یې دوام لري.# پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته