ورزش

د ښځې او ورزش ملي کنفرانس جوړ شو

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ١٣
د ښځې او ورزش لومړنى ملي کنفرانس نن د المپيک د ملي کميټې له خوا جوړ شو.
دباختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
په دې کنفرانس کې د هغو مسئلو په باب خبرې وشوې چې زياترو ورزشکارو ښحو او نجونو ته قوت وربخښي چې د ورزش بېلابيلې څانګې تعقيبې کړي.
ورزش د ښځو د روغتيا د لوړولو لپاره وسيلې، ښځې د ورزش د غورځنګ په مشري کې د ښځو او نجونو د ځواکمن کولو لپاره د وسيلې په توګه، ورزش د سولې او روغې جوړې د لوړولو د وسيلې په توګه ، ورزش له توپير سره د مبارزې د وسيلې، په ورزش کې ښځو ته د المپيک د ملي کميټې طرحې او پاليسۍ، د ورزش ارزښت او ښځينه ښوونکې له هغو مسئلو څخه و چې په دغه کنفرانس کې وڅيړل شوې.
په دې کنفرانس کې د المپيک د ملي کميټې رييس فهيم هاشمي د اجراييه رييس امنيتي سلاکار جنرال ظاهر اغبر، د عامې روغتيا وزارت معينې ډاکترې ناحيې طارق، محمد انور جګدلک، د ولسي جرګې غړې بکتاش سياووش، د ځوانانو د ورزش د پرمختيا رييس سيدمحمود ضيا دشتي، د روزنې او سپورت د رياست سرپرست جان علم حبيبي او د ولسي جرګې د روغتيا، ځوانانو او د ورزش د کميسيون رييس ډاکتر فرهمند د دغو مسئلو په باب هر اړخيزې خبر وکړې.
دغه کنفرانس سبا هم دوام کوي او په هغه کې د المپيک د ملي کميتې د ښځو او ورزش د کميسيون د جوړولو په باب خبرې کيږي.
دغه کميسيون له هغه وروسته چې غړي يې وټاکل شول؛ په هروڅلوروکلونوکې د ښځو او ورزش ستونزې او پرمختګونه څيړي او د ستونزو د حل لپاره لارښود وړاندې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته