د ښځو چارو و زارت د شکيبا د وژنې عاملين وغندل

کابل باختر د سلواغې  ۲۹مه
د ښځو چارو وزارت په بلخ ولايت کې د شکيبا د وژنې عاملين غندلي او دغه ناوړه جنايت يې د انساني او اسلامي ارزښتونو پرخلاف بولي .
  شکيبا په دې وروستيو وختو کې په بلخ ولايت کې د خپلې بن شاه کوکو له خوا وژلې شوې ده.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: 
د ښځو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د شاه کوکو له خوا د وژنه  يې چې د دې د ورور عبدالفتاح په همکارۍ ترسره شوې ده؛ جنايت او دغه ناوړه عمل يې د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو پرخلاف بللی دى .
دغه راز د ښځو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې له عدلي او قضايي بنسټونو څخه غوښتل شوي دي چې د دغه جنايت عاملين مجازات کړي.
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته