ټولنه

د ښځو پر خلاف تاوتریخوالي ته پای ورکول هراړخیزې هڅې غواړي

کابل / د لیندۍ ۵ مه / باختر
د ښځو پر خلاف تاوتریخوالي ته د پای ورکولو ۱۶ ورځنی نړیوال کمپاین پرون په رسمي ډول پيل شو. په دغو ۱۶ ورځو کې به په دولتي او غیردولتي ادارو کې ګڼ پروګرامونه ترسره شي او همدارنګه هغه اقدامات به هم په ګوته کړای شي چې د دغې ناولې پدیدې د ریښو د ایستلو لپاره اړین دي.
د باختر آژانس سیاسي مفسر د دغه نړیوال کمپاین ارزښت ته کتنه کړېده او لیکي:
د ښځو پر خلاف تاوتریخوالی یوه نړیواله ستونزه ده، خو له بده مرغه په وروسته پاتي هېوادونو کې بیا د نورو هېوادونو په پرتله د دغه راز تاوتریخوالي کچه ډېره لوړه ده. افغانستان له اقتصادي او ټولنیز پلوه یو وروسته پاتې هېواد دی. پر وروسته پاتي والي سربېره افغانستان یو ډېر جګړه ځپلی او همدارنګه په جګړه کې ایسار هېواد دی، نو ځکه په کې د ښځو پر خلاف تاوتریخوالی یوه ستره ستونزه ده. د ګڼو کلتوري او ټولنیزو ستونزو تر څنګ جګړه ییز فرهنګ او تفکر هم د دغه راز تاوتریخوالي د کچې په لوړولو کې نقش لري. هره ورځ د هېواد له ګڼو ښارونو او کلیو د ښځو پر خلاف د تاوتریخوالي خواشینوونکي رپوټونه ترلاسه  کېږي. د تاوتریخوالي له امله د ځان سوزولو هڅې هم ډېرې شوي دي. کله چې د یو کورمېرمن د تاوتریخوالي په وړاندې د زغم او مقاومت توان له لاسه ورکړي او ناهیلې شي، نو تېل پر ځان اړوي او تیلی وروهي. له کوره د تېښتې پېښې هم د تاوتریخوالي په پایله کې رامنځ ته کېږي.  د هغو کورنیو ماشومان، چې د تاوتریخوالي ښکار دي، هم د تشدد او تاوتریخوالي په فضا کې غټېږي او له ماشومتوبه له دغې ستونزې سره لاس او ګرېوان کېږي او بیا د ژوند تر پایه نه شي کولای ځان له دغې(ناروغۍ) وژغوري. که موږ د تاوتریخوالي ټولوابعادو ته کتنه وکړو او بیا د هېواد اوسني شرایط هم وڅېړو، نو دې پایلې ته رسېږو چې په بشپړ ډول دغې ستونزې  ته پای ورکول ګران او ان ناشوني دي. اوس باید ډېره پاملرنه د تاوتریخوالي کچې ټیټولو ته وشي. اوسنی حالت ژور بدلون ته اړتیا لري او د دغه راز بدلون رامنځ ته کول هراړخیزه ستراتېژي غواړي. له څرګندې او هر اړخیزې ستراتېژۍ پرته به د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره هڅې منظمې او منسجمې نه وي او کله چې هڅې منظمې او منسجمې نه وي، بیا ترې کومه مثبته پایله هم  نه شي ترلاسه کېدای. منو چې د ښځو پر خلاف د تاوتریخوالي د منع کولو قانون نافذ دی، خو یوازې د قانون انفاذ بسنه نه کوي. هر اړخیزې ستراتېژۍ ته اړتیا ده. په دې ستراتېژۍ کې باید د دغې ستونزې ټول اړخونه رابرسېره شي او ځانګړي اقدامات ترلاس لاندې ونیول شي، د ټولو اړوندو بنسټونو مسوولیتونه او مکلفیتونه په ګوته کړای شي. په دې برخه کې د ښځو چارو وزارت کولای شي محوري رول ولوبوي او له نورو ګڼو ادارو سره په ګډه دغه راز ستراتېژي جوړه کړي. ټول حکومتي مسوولین او مامورین، رسنۍ، دیني عالمان، قومي مشران او ټولنیز مخور باید د ښځو پر خلاف د تاوتریخوالي په له منځه وړلو کې خپل مسوولیت درک کړي او هغه په ښه توګه سرته ورسوي. تاوتریخوالي ته له پای ورکولو پرته د یوې روغې او سالمې ټولنې جوړول امکان نه لري.
ن.ش.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته