ټولنه

د ښځو نړيواله ورځ په دايکنډي کې ونمانځل شوه

کابل – باختر د کب دمياشتې ١٧
د دايکنډي ولايت دنجونو شپږو ټيمونو نن دلومړي ځل لپاره دپوځي او ملکي مقاماتو او دسلګونو تنو ننداره کوونکوپه ګډون دواليبال حذفي تورنمنت ددغه ولايت په ورزشي لوبغالې کې ترسره کړ.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې، دغو ورزشکارو ښځو ته چې په دغه تورنمنت کې دګډون په مقصد ورغلى وې ،ښځوته د ځانګړې ورزشي ډګر او دورزشي وسايل او امکاناتو نشتوالي په دايکنډي ولايت کې دښځو سترې ورزشي ستونزې وبللې.
سره له دې چې د دايکنډي خلک په ځانګړو ځايونو کې دښځو له ورزش سره کومه ستونزه نه لري خو دالومړى ځل دى چې ميرمنې د ښځو په حذفي تورنمنت کې ګډون کوي.
دغه ورزشي پروګرام د دايکنډي ولايت دښځو دچارو رياست او ورزشي آمريت له خوا داکسفام موسسې په همکارۍ په دغه ولايت کې پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته