-جلال اباد باخترد زمري د میاشتې ۱۸ مه
د ننګرهار ولايت د بهسودو او سره رودپه ولسواليو کې د ښځو لپاره د چرګانو د روزنې ۱۲ فارمونه تر جوړيدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
د ننګرهارولايت د کرنې اواوبولګولو او مالدارۍ رېیس پوهنمل رفيع الله رحيمزي باختر اژانس ته وويل، چې د چرګانودروزنې دغه فارمونه د کرنې اواوبولګولواو مالدارۍ وزارت د مالدارۍ ملي پروژې له لوري د(SOFAR) ادارې په مرسته جوړ شول.
رحیمزی وايي، چې هر فارم په يو وخت کې د ۵۰۰ غوښينو چرګانو د روزنې ظرفيت لري، چې په ترڅ کې به یې لسګونه ميرمنو ته د کار کولو زمينه برابره شي.پای/رووفي
0 د یوې دقیقې څخه لږ