ټولنه

د ښځو د نړيوالې ورځې د نمانځنې په پلمه د هرات د زړورو ميرمنو ستاينه

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٦
د ښځو د نړيوالې ورځې د نمانځنې په وياړ د هرات ولايت يو شمېر زړورو او غوره ميرمنو ته د ميړانې تنديس ورکړ شو.
د (خط نو) سازمان چې د هرات ولايت يو شمېر ښځو ته يې د ميړانې تنديس ورکړى دى؛ وايي چې د ښځو د مشارکت د پياوړتيا په خاطر يو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې لري.
دغه مراسم د هرات د والي او د يو شمېر دولتي مقاماتو په ګډون پرځاى شول چې پکې د (خط نو) سازمان رييس ناصر ګلراني په دولتي اداروکې د ښځو او ځوانانو د مشارکت په زياتوالى ټينګار وکړ.
د هرات والي محمد آصف رحيمي هم د (خط نو) دغه اقدام وستايه او د ښځو د مشارکت ملاتړ يې خپل کاري لومړيتوب وباله.
د هرات د ټولنې پرمختګ د ښځو او ځوانانو د مشارکت په کچې پورې اړوند وباله او ويې ويل: د نننيو ځوانانو رسالت د پرونيو ځوانانو په پرتله زيات دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته