ټولنه

د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون پرانيستل شو

کابل/ د ليندۍ ١٢مه/ باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ملکي خدمتونوکې د ښځو د ملاتړ آمريت نن د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي پر وړاندې د مبارزې د نړيوالې ورځې په مناسبت د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون په بابرشاه تجارتي مرکز کې پرانيست. 
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د دغه نندارتون د پرانيستلو په مراسموکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي او اداري معينې پوهنيارې سېدې مژګان مصطفوي د تاوتريخوالي د ناوړې پديدې په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په ١٦ورځني کمپاين کې د زياتو پروګرامونو په ترسره کولو سره هلې ځلې کوي د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کمښت لپاره مثبت ګامونه پورته کړي.
مصطفوي د پوهاوي ورکولو او د تاوتريخوالي د عواملو په اړه بحث ټينګار وکړ او  ويې ويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جندر څانګه په دې برخه کې بېلابېل پروګرامونه په پام کې نيولي دي .
هغې له رسنيو څخه وغوښتل چې د دغو پروګرامونو تر پوښښ لاندې نيولو سره د ښځو پر وړاندې له تاوتريخوالي سره د مبارزې په لاره کې خپل رسالت ادا کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ملکي خدمتونوکې د ښځو د ملاتړ آمرې محبوبې سعادت په نندارتون کې د موضوع په اړه خبرې وکړې او د ښځو پر اقتصادي خپلواکۍ يې ټينګار وکړ او زياته يې کړه: هغه ښځې چې اقتصادي ځواکمنتياوې لري؛ کولاى شي د خپلو حقوقو د اعاده کولو لپاره زياتې هڅې وکړي او د خپلې کورنۍ اقتصاد ښه کړي.
هغې د ښځو د لاسي صنايعو د نندارتونونو جوړول د ښځو د لاسي صنايعو د پلورنې لپاره يوه ښه لاره وبلله.
د افغان خوراکي توکو د پروسس شرکت خاوندې فوزيې مالک چې له ١٧کلونو را په دېخوا  په دې برخه کې کار کوي؛ د نندارتونونو جوړول وستايل او ويې ويل چې نندارتون له خلکو سره د اړيکو د ټينګښت يوه وسيله ده او له همدې لارې د بازار موندنې فرصت برابرېږي.
د الماس سادات له شرکت څخه وژمې سادات، ثابت بازار د ښځو د محصولاتو او توليداتو د پلورنې مهم عامل وباله او له حکومت څخه يې د دايمي بازار د جوړولو غوښتنه وکړه.
په دغه نندارتون کې چې درې ورځې دوام کوي؛ ښځو په ٤٠ غرفوکې خپل لاسي صنايع او محصولات پلورنې ته وړاندې کړي دي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته