ټولنه

د ښځو د حقونو خوندیتوب او ستونزو د حل په موخه ځانګړی مرکز پرانیستل شو

کابل  باختر دکب دمياشتې ١٩:
د میدان وردګو د والي  حیات الله حیات په لارښونه د ښځو د حقونو خوندیتوب او ستونزو حل په موخه د حقوقي او ټولنیزو مشورو په موخه د شکایتونو مرکز پرانیستل شو.
د شکایتونو ثبت او ستونزو ته د څيړنې لپاره ځانګړې شمیرې  د مارچ اتمې د ښځو نړیوالۍ ورځې په مناسبت مرکز میدان ښار کې جوړې شوې غونډې پرمهال اعلان شوې.
د میدان وردګو والي  حیات الله حیات غونډې ته وینا پرمهال پر ټولو مسولو ادارو او اشخاصو غږ وکړ، چې د مسولیت پیژندنې اصل له مخې د ښځو حقونو خوندیتوب لپاره لاس په کار شي.
حیات ټینګار وکړ، چې ښځو سره تاوتریخوالي رامنځته کوونکي به د قانون په چوکاټ کې مجازات او ښځو ته به د کاري اسانتیاو ډیرولو برخه کې لازم اقدامات ترسره شي.
هغه دغه راز وویل، چې د ښځو چارو ریاست په چوکاټ کې به د شکایتونو شمیرو پرمټ د ښځو ستونزو ته رسیدګي وشي او هم به ورسره په حقوقي او ټولنیزو مسایلو کې همکاري کیږي.
د میدان وردګو والي همدارنګه ښځو سره د تاوتریخوالي پر لاملونه خبرې وکړې او وویل، چې ډیری یې د ناسمو دودونو ، اسلام او قانون څخه ناخبرۍ له امله رامنځته کیږي.
د ښځو چارو رییسې وحیدې ښکلې هم د ښځو حقونو پر خوندیتوب ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې اړونده ادارې دې ښځو ته په لازمه کچه کاري ونډه ورکړي.
د ولایتي شورا رییس ښاغلي اختر محمد ظاهري وویل، چې تر ټولو دمخه د اسلام مبارک دین ښځو ته تر نورو ډیر حقونه ورکړي.
طاهري وویل، چې اوس عمل ته اړتیا ده، چې د ټولنې افراد د ښځو ژوند ښه والي لپاره په هغو لارښونو عمل وکړي کوم، چې د اسلام مبارک دین او قانون کې راغلي دي.
د میدان وردګو د حج او اوقافو رییس رحیم الله رحمتي د اسلام له نظره د ښځو حقونو په اړه هراړخیزه وینا وکړه او ويې وویل، چې که ټول په اسلامي لارښونو عمل وکړي؛ نو د ښځو په ژوند کې به هیڅ ډول تاوتریخوالی نه وي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته