ټولنه

د ښځو د حقوقو يوه فعاله په غور کې ټپي شوه

کابل باختردزمري دمياشتې٢٧نيټه :  
د ښځو د حقوقو يوه فعاله په غور ولايت کې د ناپيژاندو وسله والو يرغلګرو په بريد کې ټپي شوه .
په پري جسور تېره شپه په فيروزکوه ښارکې بريد وشو.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: يرغلګر د ښځو د حقوقو په دې فعالې له بريد وروسته وتښتيدل.
د غور ولايت يوه امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې د ښځو د حقوقو فعاله پري جسور په دې بريدکې ټپۍ شوې ده او د غور ولايت د مرکزي روغتون ډاکترانو د ښځو د حقوقو د دغې فعالې روغتيايي حالت ښه بللى دى.
له بله پلوه د غور ولايت پوليس وايي: د دغه بريد د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره  هلې ځلې پيل شوې دي.
پاى ج  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته