ورزش

د ښځو د بايسکل ځغلونې ملي ټيم پاکستان ته ځي

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٦
ټاکل شوې ده د ښځو د بايسکل ځغلونې د ملي ټيم لس تنه لوبغاړي د تمرينونو د ترسره کولو لپاره پاکستان ته لاړشي.
د بايسکل ځغلولو فدراسيون رييس محمد صادق صادقي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د هغه تفاهم له مخې چې د افغانستان او پاکستان د بايسکل ځغلولو فدراسيون ترمنځ ترسره شو؛ ټاکل شوې ده د ښځو د بايسکل ځغلونې لس تنه ښځه لوبغاړي د پاکستان په لاهور ښارکې په يو مياشتنى تمريني کمپ کې ګډون وکړي.
دصادقي د څرګندونو له مخې: دغه تمرينونه د ښځو د بايسکل ځغلونې د ښځينۀ لوبغاړو د تخنيکي او فزيکي مهارتونو د کچې د لوړولو لپاره د برازيل، د بايسکل ځغلونې په سياليو کې د تيارى لپاره ترسره کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته