کابل – باختر دکب دمياشتې ١١
په تجارتي فرصتونو د ښځو لاس برى دهغې غونډې عنوان و چې نن دښحو دنړيوالې ورځې دنمانځنۍ په مقصد امريکا دنړيوالې پرمختيايي ادارى په
مالي مرسته جوړه شوه .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : په دې غونډه کې دښځو د چارو وزيرې ډاکترې حسن بانو غضنفر په تيرو لسو کلونو کې په بيلابيلو برخو کې دښځو
وده ارزښتناکه وبلله او ويې ويل ، د ښځو داستعدادونو په وړاندې هر راز
بې توپيري به د تورتم دورې ته ستنيدل وي او دښځو ورځ نه يوازې دهغې درناوى دى بلکې دښځو په فعاليتونو او کارنامو کې نوي کول هم دي .
دې زياته کړه موږ په هيواد کې د ښځو داستعدادونو د ودې پلويان يو او هغوى هڅونې ته اړتيا لري.
په دې غونډه کې د افغانستان د صادراتو د پرمختيا د ادارې رييسې ميرمن
نجلا حبيبيار په خپلو خبرو کې وويل ، دښځو د ودې زمينې محدودې دي او موږ دتيرو لسو کلونو له فرصتونو څخه په بيلابيلو برخو کې دښځو د مشارکت په برخه کې استفاده ونه کړى شول او له خصوصي او دولتي مرکزونو څخه غواړم دښځو داستعدادونو په لوړولو کې دهغوې دهڅونې زمينې برابرې کړي.
په دې غونډه کې څو تنو ښځو دنورو په استازيتوب دښځو دنړيوالې ورځې په باب وينا وې وکړې .
0 1 دقیقه لوستل