د ښوونکو د تخصص د بشپړولو د انسټيټوت ودانۍ پرانيستل شوه

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ٢٧ :
د داخل خدمت ښوونکو د تخصص د بشپړولو د انسټيټوت د ودانۍ د جوړولوکار بشپړ او نن د پوهنې د وزير له خوا پرا نيستل شوه.
دباخترآژانس د خبريال برمک بامي دخبر له مخې: په هغې غونډه کې چې له همدې امله ددغه انسټيټوت په تالار کې جوړه شوې وه؛ دپوهنې وزير فاروق وردګ خبرې وکړې او وې ويل: دښوونکو د تخصص دبشپړولو، د انسټيټوت د جوړولوهدف، د بريښنا، دموټرودترميم ،ودانيو ،ادارې اومنجمنت،محاسبې،دماشين، دتکنالوژي اود معلوماتي تکنالوژى په بېلابېلو څانګوکې په نويوتخنيکى مسئلو سره دلوست ورکولو د مدرن ميتود او بلدتيا په برخه کې د داخل خدمت تخنيکي او مسلکي تعليمات دي.
فاروق وردګ څرګنده کړه چې ددغه انسټيټوت ودانۍ د يو اعشاريه يو مليون امريکايي ډالرو په لګښت په دريو پوړونوکې جوړه شوې ده چې ټول ضروري ملحقات لري.
فاروق وردګ زياته کړه: د ښوونکو د تخصص د بشپړولو د انسټيټوت ټوله بودجه نهه اعشاريه څلورومليونو امريکايي ډالروته رسيږي چې دڅلوروکلونولپاره د نړيوال بانک  له خوا ورکول کيږي.
فاروق وردګ څرګنده کړه: ټاکل شوې ده په روان کال کې دوه اعشاريه پنځه مليونه ا مريکايي ډالره دکمپيوټر، ميزونو، څوکيو او د تخنيکې ورکشاپونو دسامان الاتو په ګډون د ضروري تجهيزاتو د پيرودنې په لاره کې ولګول شي.
دپوهنې وزير وويل: ټاکل شوې ده ددغه انسټيټوت په انګړکې د جمنازيوم، محصلانوته دليلې او د ډوډۍ خوړلو د خونې په ګډون، ځينې نورې ودانۍ او الحاقيه ودانۍ جوړي شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته