کابل باختر دکب شپږمه :
په هلمند ولايت کې نن د بم دچاودنې له امله د ښوونځي درې تنه زده کوونکي شهيدان او درې تنه نور ټپيان شول .
دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دهلمند ولايت دمارجې ولسوالۍ د لويې څلور لارې په نامه سيمه کې د کرنې دليسې زده کوونکي نوى له درس څخه رخصت شوي وو .
د رارسيدلو خبرونوله مخې: بم په يوموټرسايکل کې ځاى پرځاى او دکرنې د ليسې په وړاندې درول شوى و او ټيک د زده کوونکو د رخصتۍ په وخت کې له لرې واټن څخه وچول شو .
دهلمند د والي ويندوى عمر ځواک دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې درې تنه زده کوونکي شهيدان او درې تنه نوريې ټپيان شول.
ده وسله وال طالبان ددغه بمې بريد مسوول وبلل او ويې ويل چې امنيتي مامورينو ددغې مرګانۍ پيښې د عاملينو دپيژندنې اونيولو لپاره پلټڼې پيل کړې دي.
په افغانستان کې وسله وال طالبان زياتره په ګڼ ميشتو سيمو او لارو کې دبمونو اوماينونو په ښخولو لاس پورې کوي . هغه اقدام چې زياتره ملکي وګړي پکې وژل کيږي .
1 1 دقیقه لوستل