د ښوونحى يو زده کوونکى شهيد او درې تنه نور ټپيان شول

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ٢٧ :
په ميدان وردګو ولايت کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ دنښتې له امله  د ښوونځى يو زده کوونکى شهيد اودرې تنه  نوريې ټپيان شول.
دغه پيښه د ميدان وردګو ولايت دچک ولسوالۍ په لالا خيلو کلي کې هغه وخت رامنځته شوه چې امنيتي ځواکونه له طالبانوسره په جګړه کې وو.
دميدان وردګو د والي ويندوى عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل چې دغه  زده کوونکى د وسله والو طالبانو د ډزو له امله شهيد او ټپيان شول.
دغه راز دميدان وردګو ولايت په چګ ولسوالۍ کې   د ماين دچاودنې له امله درې تنه ماشومان او دوه تنه پوليسان ټپيان شول.
په همدې حال کې دميدان وردګو والي عبدالمجيدخوږياڼي د وسله والوطالبانو د ډزوله امله دښوونځى د يو زده کوونکى شهادت او د دريو تنو نورو ټپي کيدل  غندلى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته