د ښرنې په ښار کې اورلګېدنې مالي زیانونه اړولي

ښرنه باختر د وږي ۳۱ مه
تېر ورځ ماسپښین د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښار د خیرکوت سړک ته څېرمه د اورلګېدنې له امله پنځه هټۍ سوځيدلي .
د پېښې د عیني شاهدانو په خبره، دغه اورلګېدنه هغه مهال د ټېرونو په هټۍ کې رامنځته شوې چې د هټې شاوخوا ماشومانو اور بل کړي وو.
دوی زیاتوي چې د ټېرونو د هټۍ تر څنګ څلور نور بېلابېل ډوله هټې هم سوځيدلي دي.
عیني شاهدان وایي: اور شاوخوا ۱۵دقیقې دوام وکړ خو سیمې ته په خپل وخت سره د اور وژنې د مسوولینو رسیدګۍ د اور د خپریدو مخه ونیوه.
د دوی په خبره په دې اور لګېدنه کې ډېرو غربیو خلکو ته مالي زیان اوښتی او له دولت څخه د مرستې غوښتنه کوي.
د پکتیکا ولایت د اور وژنې آمر سمونمل محمد یعقوب وویل، چې په خپل وخت سره د اور کنټرولول د دې  لامل شول څو په سلګونه هټۍ وژغوري.
دى زیاتوي چې په دغه اور لګېدنه کې هټیوالو ته د شپږ سوه زرو افغانیو په ارزښت مالي زیان اوښتی خو د سر زیان نه لري.
د یادونې وړ ده چې، تر دې وړاندې هم په ښرنې ښار کې د اورلګېدنې پيښې رامنځته شوي او زیات شمېر مالي زیانونه یې اړولي دي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته