کابل باختر دوري دمياشتې ٢١ نيټه :
اوس چې د اماراتو د استوګنې پروژې تر پرانستلو پورې دوه اوونۍ پاتې دي د ښاراو کور جوړولو وزير سيدسعادت منصور نادري د اماراتو د استوګنې د پروژې ، برېښنا شرکت ، د اوبو رسولو او کاناليزاسيون شرکت له مسوولينو او د دغه وزارت له يوشمېر ريېسانوسره پرون د اماراتو د استوګنې د ښارګوټي د پروژې د پرانستلو د تياريو په باب خبرې وکړې.
د باخترآژانس د خبرله مخې ؛ په دې غونډه کې مسوولينو دترسره شويو کارونوپه باب دښار او کور جوړولو وزير ته رپوټونه وړاندې کړل.
د برېښنا شرکت مسوول وويل چې دغه شرکت په ياده پروژه کې د برېښنا اړوندې چارې څېړلي دي او اوس په دې پروژه کې د برېښنا په برخه کې کومه ستونزه نشته.
د افغانستان د اوبورسولو او کاناليزاسيون د شرکت مسوول هم د دغې پروژې د اوبو د ټول سيستم د څېړنې په لاره کې د جدې همکاريو ډاډ ورکړ.
د کور جوړولو دتصدۍ ريېس چې د دغې پروژې د ساتنې اوڅارنې مسووليت په غاړه لري وويل ؛ تر اوسه پورې په دغه ښارګوټي کې دوه سوه نيالګي ايښودل شوي دي.
هغه وويل سږ کال په دغه ښارګوټي کې زر نيالګي په پام کې نيول شوي دي او دوى پلان لري چې تر راتلونکو پنځوکلونو پورې په دغه ښار ګوټې کې پنځه زره نيالګي کېږدي.
ده دغه راز وويل چې د ښارګوتې د دوکانونو لپاره پلان چمتو شوى دى اوپه هغه صورت کې چې منظوري ترلاسه کړي د دغه ښارګوټي دمستهلکينو د لومړنيو ستونزو د حل لپاره به په لنډ ممکن وخت کې دغه دوکانونه جوړ او چمتو شي .
د ښار او کور جوړولو وزير د مسوولينو دکارونوله امله د مننې په ترڅ کې وويل چې ټاکل شوې ده په راتلوونکو دوو اوونيو کې دغه ښارګوټى پرانستل شي او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
ده دغه راز وويل ؛ چې د دغه ښارګوټي د دوکانونو د جوړولو پلان ډير ژر منظوريږي او دغه کار بايد په لنډ ممکن وخت کې ترسره شي.پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل