امنیت

د ښاروالۍ د دوو تنو کارګرانو مړي په فراه ښارکې ترلاسه شول

کابل باختر دمرغومي  شپږمه
د فراه  ښاروالۍ د تنظيف د دوو تنو کارکوونکو مړي پرون د فراه ښار په مربوطاتو کې ترلاسه شول .
د فراه د والي ويندوى فواد عسکري باخترآژانس ته وويل: د فراه ښاروالۍ د تنظيف دوه تنه کارکوونکي اته ورځې مخکې کله چې د ساحې په پاکولو بوخت وو،  د وسله والو طالبانو له خوا د فراه ښار په مربوطاتوکې د خيرآباد له ساحې څخه وتښتول شول او د بکوا ولسوالۍ ته وليږدول شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل: د ښاروالۍ دتنظيف ددغو دوو تنو کارکوونکو مړي چې 
د وسله والو طالبانو له خوا په ناوړه توګه وژل شوي دي؛ د فراه ښار اړوند د خير
اباد په ساحه کې دپوليسو لاس ته ورغلي دي .
د فراه والي محمد عمر شيرزاد د وسله والو طالبانو دغه عمل په کلکه وغانده او هغوى يې هغه جنايتکاران وبلل چې آن  د ښاروالۍ د تنظيف په کارکوونکو يې هم  رحم ونه وکړ او د جنايتکارانه عملونو په ترسره کولو سره د هرې ورځې په تيريدو سره د ځان پرخلاف د خلکو دکرکې او نفرت زمينه برابروي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته