خبرونهاقتصاد

د ښارجوړولو او ځمکو سرپرست وزیر په سروبي صنعتي سیمه کې د پانګونې په موخه له صنعت کارانو سره ناسته وکړه

 کابل، د غبرګولي۷مه، باختر

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني، د پلازمېنې د پراختیا زون د مرستیال قاري روح الله او د وزارت د نورو مسلکي او تخنیکي مسؤلینو په ګډون د صنعت کارانو ټولنې مشر عبدالجبار صافي او مل هیئت سره وکتل.

په دغه ناسته کې لومړی صنعت کارانو د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او په دغه برخه کې یې د شته ستونزو او ننګونو د حل په موخه د وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

نوموړي همدارنګه وویل: که صنعت منظم شي له امله به یې د کابل اقتصادي وضعیت هم تر یو بریده منظم شي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني راغلو صنعت کارانو ته په خطاب کې د باریک اب کرنیز او اقتصادي زون، کابل سروبي صنعتي ساحه، میدان ښار صنعتي ساحه د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ صنعتي ښارګوټی او نورو برخو کې د صنعتي ښارګوټو او ساحو په اړه معلومات ورکړل او له صنعت کارانو یې غوښتنه وکړه چې یادو سیمو ته د پانګونې په موخه ورشي چې ملاتړ به یې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت کوي.

باریک اب اقتصادي زون کې د برېښنا، اوبو، داخلي سړکونو، فاضله اوبو او نورو برخو چارې سل په سلو کې بشپړې شوي،  پانګونې ته چمتو او هېڅ ستونزه نه لري.

د کتنې په پای پرېکړه وشوه چې صنعت کاران به د سروبي صنعتي ساحې ته ورځي له نږدې به یې ګوري ارزونه به یې کوي او له هوکړې وروسته به پانګونه کوي.

د سروبي صنعتي سیمې  ګټې دا دي چې یاده سیمه کابل، لغمان، ننګرهار، کونړ، نورستان او کاپیسا ولایتونو ته نږدې ده، برېښنا، اوبه او نورې اسانتیاوې یې برابرې دي، چې د سروبي، تګاب نجراب او ختیځو ولایتونو خلکو ته به د کار کولو زمینه هم برابره شي او په کابل کې به صنعتي ګڼه ګوڼه کمه او ورسره به تر یو بریده چاپېریال هم پاک او هوا صافه شي.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته