نړۍ

د ژينو_ ٢ خبرې پيل شوې

مونترو باختر دسلواغي دويمه :
د سوريې د سولې کنفرانس نن پيل شو. د نږدې څلويښتو هيوادونواستازوپه دې کنفرانس کې ګډون کړى دى .
په دې کنفرانس کې به د سوريې د حکومت او د دغه هيواد د اپوزسيون مقامات په مستقيمه توګه خبرې وکړي.
کنفرانس د ملګروملتو د سازمان په همکارى د سويس په مونترو ښارکې جوړ شو.
دملګروملتو د سازمان عمومي منشي چې ايران ته يې په دې کنفرانس کې دګډون لپاره بلنه ورکړې وه؛ خپله بلنه بيرته اخستې ده.
ايران او روسيې چې دواړه د سوريې د جمهور رييس بشاراسد د رژيم ملاتړي دي؛ د بانکي مون په دغه اقدام نيوکې کړې دي.
د امريکا متحده ايالاتو او د سوريې اپوزسيون ويلي دي چې ايران بايد د سوريې د سولې په کنفرانس کې ګډون ونه کړي. ځکه د دوى په خبره ايران د سوريې له رژيم سره پوځي اوسياسي  ملاتړ کوي .
په همدې حال کې ايران ويلي دي چې دسوريې د سولې خبرې به ناکامې شي.
د ژينو_ ٢ د خبرو له پيل کيدو سره جوخت په زرګونوعکسونه چې د بشار اسد  د رژيم له خوا د بنديانو د ځورونې او اعدام څرګندوى دي؛ خپاره شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته