د ژوندانه چاپېريال نړيواله ورځ په هرات کې ونمانځل شوه

کابل / د غبرګولي١۶مه / باختر
د ژوندانه چاپېريال نړيواله ورځ د (اکوسيستم د احيا لپاره هڅې) په شعار سره په هرات کې ونمانځل شوه.
دغه پروګرام د هرات د ژوندانه چاپېريال ساتنې رياست د غالب پوهنتون په همکارۍ، د هرات د سيمه ييزې ادارې د مسوولينو، د ژوندانه چاپېريال ساتنې د فعالانو او د هرات د يوشمېر خلکو په ګډون جوړ کړ.
مسوولينو د دغې ورځې د نمانځنې موخه په ټولنه کې د پوهاوي کچې لوړول، د ژوندانه چاپېريال ساتنې د فرهنګ رواجول او د ژوندانه چاپېريال ساتنې فرهنګ د بنسټيز کولو لپاره ډله یيز پيوستون وباله.
د هرات د ژوندانه چاپېريال ساتنې رييس حضرت علي ابدالي په دغه ولايت کې د ژوندانه چاپېريال وضعیت د اندېښنې وړ وباله او په ښار کې یې د کثافاتو زياتوالی او په ښاري ساحو کې غير پلاني پراختيا په هرات کې د ژوندانه د چاپېريال ساتنې له مهمو ننګونو څخه وبلله.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته