د ژورنالیزم انسټیټوټ لسګونه محصلین په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې له یوې روزنیزې دورې څخه فارغ شول

کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ژورنالیزم انسټیټوټ لسګونه محصلین، د اطلاعاتو او کلتور وزارت په بېلابېلو ریاستونو کې د عملي چارو له زده کړې وروسته؛ نن د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
په یاده یوه میاشتنۍ روزنیزه دوره کې چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري ترسره شوه؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ژورنالیزم انسټیټوټ ۶۰ محصلینو ګډون کړی و او په کې د خبریالۍ، راپورلیکنې، کاري چاپېریال، اداري مراسلاتو او نورو موضوعاتو په اړه عملي زده کړې وکړې.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کارکوونکو چارو رئیس مولوي نقیب الله نعمان، وویل چې دغه وزارت له بېلابېلو ادارو سره روزنیز هوکړه لیکونه لري او هڅه کوي چې د روزنیزو دورو د ترسره کولو له لارې په اړونده برخو کې ځوانانو ته عملي کارونه ور زده کړي.

Ps20241296 1
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت سلاکار دوکتور نظام الدين شايق، په ټولنه کې د ځوانانو پر ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې او ويې ويل چې ځوانان په ټولنه کې مهمه شتمني او خوځنده ځواکمني ده چې د قیادت په ټولو برخو کې د ولس د اُمید سترګې د همدې قشر لور ته غړول شوې دي.
هغه دغه راز، ځوانان د علم حاصلولو ته وهڅول او له هغوی څخه یې وغوښتل چې له وخت څخه ښه ګټه واخلي او خپله انرژۍ د هېواد د آبادۍ او د هېوادوالو د خدمت په لاره کې مصرف کړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مقام د دفتر رئیس مولوي احسان الله حسان هم په خپلو خبرو کې، ډاډ ورکړ چې دغه وزارت د هېواد د ځوانانو بشپړ ملاتړی دی او له هغوی څخه یې وغوښتل چې خپلې زده کړې او تجربې د هېواد د پرمختګ په لاره کې وکاروي.
همدا رنګه، محمد قاضي زاده د فارغانو په استازیتوب، د یادې روزنیزې دروې د ترسره کولو په خاطر د اطلاعاتو او کلتور وزارت له کارکوونکو چارو ریاست څخه د مننې ترڅنګ؛ د دغه شان روزنیزو دورو د دوام غوښتنه وکړه.
د غونډې په پای کې، د مسئولینو له لوري د یادې روزنیزې دورې پر فارغانو سندونه ووېشل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته