کابل باخترد تلې اتلسمه :
د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير عبدالباري جهاني په مشرۍ د رسنيو د عالي شورا په نننۍ غونډه کې د ډله ئيزو اطلاعاتو د وسايلو له قانون سره سم د ډله ئيزو اطلاعاتو د وسايلو د کميسيون غړي د آزادو انتخاباتو له لارې انتخاب شول .
د باختر آژانس دخبر له مخې:
په هغو انتخاباتوکې چې نن د رسنيو د عالي شورا له خوا ترسره شول؛ د رسنيو اووه تنه فعالان د ډله ئيزو اطلاعاتو د وسايلو د کميسيون د غړو په توګه انتخاب شول چې خپلواک صافي، حامدي عبيدي، عالم کوهکن، جاويده احمدي، ډاکتر علي ياور اکبري، ماري نبرد آئين او نادره رضايي دي.
دغه راز خپلواک صاپي د دريو کلونو لپاره ددغه کميسيون د رييس په توګه انتخاب شو.
د ډله ئيزو اطلاعاتو د وسايلو د کميسيون رييس او غړي به د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني له منظوري وروسته په کار پيل وکړي.
د يادونې وړ ده چې د ډله ئيزو اطلاعاتو د وسايلو دقانون له مادو سره سم حامد عبيدي، ماري نبرد آئين او نادرې رضايي د دوو کلونو لپاره د ډله ئيزو اطلاعاتو د وسايلو د کميسيون غړيتوب ترلاسه کړ او جاويدې احمدي او ډاکترعلي ياور اکبري د دريو کلونو لپاره د دغه کميسيون غړيتوب ترلاسه کړ.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت معين انجنير بريالي حسام او د رسنيو د عالي شورا غړو ګډون کړى و.
0 1 دقیقه لوستل