ټولنه

د ډاکټر عزیز الله لودین پر مړينې د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د خواشینۍ پیغام

کابل باختر د مرغومي پنځلسمه
د ډاکټر عزیز الله لودین پر مړينې د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د خواشینۍ پیغام
په ژورې خواشینۍ سره مي خبر تر لاسه کړ چي په هیواد کي د اداري فساد سره د مبارزې ادارې پخوانى رئیس ډاکټر عزیزالله لودین وفات شوى دى.
مرحوم ډاکټر صاحب لودین ددې خاوري د اصیلو او وطن دوستو بچیانو له ډلي و او د ژوند زیاته برخه يې خاوري او خلکو ته په خدمت تېره سوې وه.
د ده مړینه یوه لویه ضایعه ده، چې ډکول یې کلونه کلونه وخت او خورا زیاتو زحمتونو او تکالیفو ته اړتیا لري.
هغه د جهاد له دورې رانیولې تر اوسنۍ لسیزي پورې په بيلابيلو برخو کي د افغانستان لپاره خدمت وکړ او په ښو او بدو ورځو کي ددې خوار ملت تر څنګ پاته شو.
دى نه یوازي وطن دوست او مینه ناک شخصیت و، بلکې د پوهي او کاري تجربې له اړخه هم له د په ګوتو شمار لویو هستیو له ډلي و.
مرحوم لودین د ورپيښي ناروغۍ له امله پرون د امریکا په متحدو ایالاتو کي اروښاد وفات شو.
زه ډاکټر صاحب لودین ته د خدای له درباره د فردوس جنت او دوستانو ته یې د زړه صبر غواړم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته