د ډاکټر امین الله همکار پر مړينې د لوړو زده کړو وزارت د ډاډګيرنې پيغام
کابل / د غبرګولي ٢٢مه / باختر
په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د کابل طبي علومو پوهنتون د پتالوژي دیپارتمنت استاد پوهنوال ډاکټر امین الله همکار د هغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوې وه؛ په حق ورسېدلی دی.
د لوړو زده کړو وزارت رهبري پلاوی د ډاکټر امین الله همکار مړينه د لوړو زده کړو کورنۍ ته يوه ستره ضايعه بولي او د خپلې غمشريکۍ او ډاډګيرنې مراتب د کابل طبي علومو پوهنتون مشرتابه، د اروښاد کورنۍ، دوستانو او خپلوانو ته وړاندې کوي او د لوى خداى (ج) له درباره ارواښاد پوهنوال ډاکټر امین الله همکار ته د فردوس جنت او کورنۍ ته يې د جميل صبر هیله کوي.
ختم شکريه- ا