د ډاکټرانو د تخصص د بشپړولو د شموليت آزموينه واخيستل شوه
کابل باختر دوري دمياشتې ١٥ نيټه :
١١٦٦٠ تنو ډاکټرانو نن د عامې روغتيا په وزارت کې د تخصص د بشپړولو د شموليت آزموينه ورکړه.
پرون هم ١٦٠٠ تنو ډاکترانو دغه ازموينه ورکړې وه .
کال په کال هغه ډاکټر چې غواړي تخصص بشپړ کړي دغه آزموينه ورکوي.
د باخترآژانس د خبريال دخبرله مخې ؛ دعامې روغتيا وزارت مالي او اداري معين ډاکټرماموسي زيور وويل چې په دې آزموينه کې د داخله د څانګې ١٦٠٠ تنه ډاکټران چې په شرايطو برابر و او ١٦٦٠ تنو نورو داوطلبو ډاکټرانو د جراحۍ او د ستوماتولوژۍ په څانګو کې په آزموينه کې شامل شول.
دغه راز د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز د تخصص د بشپړولو د ازموينې بهير وکوت او د ازموينې د بهير په لازيات شفافيت باندې يې ټينګار وکړ.
د ده د څرګندونوله مخې ؛ د دغې آزموينې اساسي موخه دغوره کادرونو او د ځوانو ډاکټرانو انتخاب دى .
په ټوليزه توګه د تخصص د بشپړولو په پروګرام کې د شموليت د ازموينې د برخه والو شمېر ٣٢٠٠ تنه وو چې له دې جملې څخه به ٣٥٠ تنه د عامې روغتيا وزارت له لورې د داخله ، جراحۍ اوستوماتولوژۍ په څانګو کې ومنل شي. پاى ذکرالله