کابل باختردتلې دمياشتې ١ :
د مشرانو جرګې دشکايتونو داوريدو کميسيون داطلاعاتو او فرهنګ د وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين په ګډون غونډه وکړه او ديوسايت او ديوې بهرنۍ خپرونې تبصره يې چې ګنې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير يو مليون ډالره اختلاس کړي دي ، وڅيړله.
دباخترآژانس دخبرله مخې : له هغه وروسته چې سندونه او شواهد وړاندې شول روښانه شوه چې دغه غلط او بې بنسټه معلومات د جمهوري رياست له ارګ څخه دغې خپرونې ته رسيدلي دي.
کميسيون په دغه شان اشخاصو چې د کابينې د يو وزير په باب يوې بهرنۍ خپرونې ته غيرقانوني او غلط راپور ورکوي او د نظام د ګډوډولو سبب کيږي سخت انتقاد وکړ او څرګنده يې کړه که چيرې په راتلوونکي کې دغه شان غلط راپورونه بهرنيو مطبوعاتو ته ورکړاى شي د مشرانو جرګې د شکايتونو د اوريدو کميسيون به ټول سندونه او ارتباطات افشاکړي .
0 1 دقیقه لوستل