فرهنګ

د ډاډ ګيرنې پيغام

کابل باختر د ثور  پنځمه :
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رهبري هيئت د ډاډ ګيرنې پيغام .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت درهبري هيئت  په قندهار ولايت کې دکابل نيوز  ټلويزيون  دسيمه ئيز خبريال  عبدالمنان ارغند  دوژل کيدو په خاطردډاډګيرنې مراتب دده دکورنۍ ، دوستانو او دهېواد  درسنيو ټولنې  ته وړاندې  کوي .
  دغه راز ددغې خونړۍ پيښې دغندلو ترڅنګ  دقندهار ولايت له امنيتي مسوولانو  څخه غواړي چې ددغې پيښې  عاملان وپيژني  او دقانون منګولو ته  يې وسپاري .
عبدالمنان ارغند  له لسو کلونو څخه زيات  په بېلابېلو  رسنيو کې  کارکړى دى او په دې وروستيو وختو کې دکابل نيوز  په ټلويزيون کې دخبريال په توګه کار کاوه .
دى  نن سهار دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا په قندهار ښار کې په ډزو سره شهيد کړى شو .   ختم_  عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته