سیاست

د ډاډ ګيرنې پيغام .

کابل باختر  دوږي  څوارلسمه :
دسترې محکمې  د ډاډ ګيرنې پيغام
دافغانستان داسلامي جمهوريت سترې محکمې په ژور خپګان سره خبر ترلاسه کړ چې په مدني او دعامه حقوقو په چارو کې  دسترې محکمې پخوانى قضايي مرستيال قضاوتپوه محمد عظيم جليلي نن وفات شو .
ارواښاد محمد عظيم جليلي   دعبدالجليل زوى په  ١٣١٢ هجري لمريز کال کې دننګرهار ولايت په کامې ولسوالۍ کې وزيږيد او دکابل پوهنتون دشرعياتو په پوهنځي کې دلوړو زده کړو له بشپړولو وروسته دقضا په سلک منسلک شو او دخپل کاري عمر په څلويښتو کلونوکې يې دهلمند ، جوزجان ، ننګرهار ، هرات ، غزني او دکابل په ولايتونوکې دابتداييه محکمو درييس او هم دخوست ، فراه ، او دبدخشان دولايتونو دمرافعه محکمو درييس په توګه اولس کاله مخکې يې دمدني او عامه حقوقو د قضاياو په چارو کې دسترې محکمې دقضايي مرستيال په توګه په بيلابيلو پستونوکې دندې ترسره کړي .
ارواښاد جليلي دهېواد دقضايي نظام له مخکښانو څخه و او دبيلابيلو دندو په تصدى کې خپل قضايي رسالت يې په پوره امانتدارى  ، صداقت او دهېواد دخلکو په وړاندې دمسووليت په احساس سره ترسره کړ او ښه شهرت لري .
دافغانستان داسلامي جمهوريت ستره محکمه دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه ارواښاد ته دفردوس جنت اوکورنۍ او پاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته