سیاست

د ډاډ ګيرنې پيغامونه

کابل باختر د کب شلمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي، دکابينې د غړو، د ارواښاد مارشال محمدقسيم فهيم دکورنۍ دغړو په نامه نن هم د هيواد د يواځنى مارشال د مړينې  په خاطر د ډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغامونه را رسيدلي دي.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: په پيغامونوکې د ډاډګيرنې او خواخوږۍ د مراتبو د څرګندونو په ترڅ کې مارشال محمدقسيم فهيم  يو سترمجاهد، ميړنى مبارز او د افغانستان د آزادۍ د لارې اتل بلل شوى دى.
دغه پيغامونه دکار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او د معلولينو وزارت دکار د معين ډاکتر حسام الدين همراه، د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت د معينانو فضل احمد عظيمي او د انجنير عبدالولي حکيمي، دکابل دمرکزي دارالحفاظ مدرسې  د آمر قاري محمد مزمل عابد، د چار آسيا د ولسوال عبدالخليل مقسط او ددغې ولسوالۍ دخلکو او پرمختيايي شوراګانو او د ستندرد د ملي  ادارې د لوى رييس پوپل زي پوپل او ددغه ادارې د مشرتابه هيئت او د کارکوونکو له خوا را رسيدلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته