کابل باختر دزمري دولسمه : دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني د ډاډګيرنې او همدردۍ پيغام . په ژورې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې دهېواد يو جيد عالم او دهرات پوهنتون پخوانى رييس الحاج مولانا سيد محمد عمر شهيد وفات شوى دى . مولانا صاحب شهيد دافغانستان دملت دجهاد په وخت کې ستر رول لوبولى دى او دخپل ژوندانه په ارزښتناک دوران کې دلويديځې حوزې دمجاهدينو دعالي شورا درياست ، فخر المدارس او دهرات دادبي ټولنې په پستونوکې ، دسترو خدمتونو جوګه شوى دى او هم يې دهېواد دبچيانو دروزنې په لاره کې له هيڅ راز هڅوڅخه ډډه ونه کړه . له ارواښاد څخه څو ارزښتناک علمي اثار پاتې شوي دي دده مړينه دهېواد علمي او روحاني ټولنې ته يوه ستره ضايعه بلل کېږي . له همدې امله دخپلې ډاډ ګيرنې او همدردي مراتب دارواښاد کورنى او پاتې کسانو ، اکاډميکي ، علمي او روحاني ټولنې او دغه راز دهرات ولايت پتمنو خلکو ته څرګندوم او ارواښاد ته دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه دفروس جنت هيله کوم . ختم_ عطاالله- اکرم
1 1 دقیقه لوستل