سیاست

د ډاډ ګيرنې او خواخوږۍ پيغامونه رارسيدلي دي .

کابل باختر دثور دوه ويشتمه :
  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي  په نامه دبدخشان ولايت په ارګو ولسوالۍ  کې دځمکې ښوئيدونې دزړه بوږنوونکي  پيښې له امله دسرداوښتو زيانونوپه اړوند دبوتان دشاهي هيواد دصدراعظم ليونچين تشرينګ توبګي ، دمالديف  دجمهور رييس عبدالمبين عبدالقيوم .
دسريلانکا دسوسيالستي دموکراتيک جمهوريت دجمهور رييس   مهيندا راجاپکسا ، دهنګري  دجمهور رييس  يانونش ادر ، دفلسطين دکورواکي ادارې درييس او ددغه هيواد دازادۍ غوښوونکي سازمان  داجرائيوي کميټې درييس محمود عباس ، دمکسيکو دجمهور رييس انريکاپنانييتواو دبنګله ديش دخلکو جمهوريت دصدراعظم شيخ حسينې له خوا کابل ته د ډاډ ګيرنې  اوهمدردۍ  پيغامونه رارسيدلي دي .
دغه راز دبهرنيو چارو دوزير ضرار احمد عثماني په نامه دبدخشان ولايت په ارګو ولسوالۍ کې دځمکې  ښوييدنې دزړه بوږ نوونکي پيښې له امله دسردرسيدلو زيانونو په اړوند د مالديف دبهرنيو چارو دوزير دنياميمون ، دسيمه ئيزو  اقتصادي همکاريو دسازمان ايکو دسکرتر جنرال ډاکتر شميل السکروف او دکويت ددولت دوزيرانو دمجلس درييس دلومړي مرستيال او دبهرنيو چارو دوزير صباح  خالد الحمد الصباح له خوا کابل ته د ډاډ ګيرنې  او خواخوږۍ پيغامونه رارسيدلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته