کابلباختر د وږي د مياشتې ۱٣
د خوست ولایت د سولې دولایتي کمیټې رئیس مولوي حنیف شاه حسینی د مړیني په مناسبت د سولې دعالي شورا د ډاډګیرنی پیغام
په ژورې خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هیواد یو مطرح جهادی قومندان، جید عالم، روحاني او ټولنيز شخصیت، قومي مشر د ولسې جرګې د څوارلسمې دورې وکیل او د خوست ولایت د سولې دولایتي کمیټې رئیس مولوي حنیف شاه حسینی د ورپیښې ناروغئ له امله وفات شوى دى.
ارواښاد مولوي حنیف شاه حسینی یو خواخوږی او خیر خواه ملی شخصیت و. په هیواد کې د سولې ټینګښت یی د زړه آرمان و. د سولې او پخلاینې ټینګ ملګری او په دی لار کې یی ډیرې هڅې کړي وی د ده مړینه یوه ستره ضایعه ده.
د سولې عالي شورا د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنۍ مراتب د ده کورنۍ، دوستانو، د خوست ولایت د سولې دولایتي کمیتې غړو او د خوست ولایت خلکو ته وړاندې کوي. الله تعالی (ج) دې دی وبخښي او کورنۍ ته دې یې جمیل صبرپه نصیب شې.پاى- سعيده