کابل باختر د کب لسمه :
د سترې محکمې د کورنى اوبهرنى امنيت پرخلاف د جرمونو د ديوان د مستشار قضاوتپوه ډګرجنرال عبدالروف طيب د مړينې له امله د مشرانوجرګې د اداري هيئت د ډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغام!
د ملي شورا د مشرانو جرګې اداري هيئت په تېره بيا د سنامجلس دويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان په ژورې خواشينې سره خبر ترلاسه کړ چې ډګرجنرال عبدالروف طيب دهغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه؛ د دوه اوياکلنى په عمر وفات شو.
دملي شورا د مشرانوجرګې د ده مړينه يو ضايعه بولي او د لوى خداى ( ج ) له دربار څخه ارواښاد ته د فردوس جنت او خپلوانو ته يې د جميل صبر هيله کوي او هم د کابل ولايت د قره باغ ولسوالۍ او دکوهدامن د سيمې خلکو ته د ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندوي.
قضاوتپوه ډګرجنرال عبدالروف طيب په ١٣٢٠ هجري لمريزکال کې دکابل ولايت دقره باغ ولسوالۍ په يوه روښان فکره کورنۍ کې وزيږيد چې د کابل پوهنتون د شرعياتو په پوهنځي کې د لوړو زده کړو له بشپړولو او د وخت دکمونستي رژيم پرخلاف جهادکې له فعال ګډون وروسته د سترې محکمې په بېلابېلو پستونو، د لوى څارنوالۍ د نظامي مرستيال، د سترې محکمې د نظامي مرستيال په توګه او په دې وروستيو وختوکې د سترې محکمې د کورنى اوبهرنى امنيت پرخلاف د جرمونو د ديوان د مستشار په توګه کار کړى دى.
ټاکل شوې ده د ارواښاد دفاتحې مراسم د ده د خپلوانوله خوا سبا له غرمې وروسته له يوې نيمې بجې څخه تر درې نيمو بجو پورې دکابل ښار د عيدګاه په جامع جومات کې پرځاى شي.
1 1 دقیقه لوستل