ښوونه او روزنه

د ډاډګيرنې پيغام

 کابل/ د لړم ١٦مه/ باختر
د کابل پوهنتون د ډاډګيرنې پيغام
په ژورې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد پوه او علمي شخصيت  پوهاند عزيز احمد پنجشيري شهيد شوى دى.
شهيد پوهاند عزيز احمد پنجشيري د کابل پوهنتون له مجربو استادانو څخه و چې خپل عمر يې د هېواد د بچيانو ښوونې او روزنې ته وقف کړ او په دې لاره کې يې له هېڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړه. د هغه شهادت د افغانستان د لوړو زده کړو کورنۍ او خلکو ته يوه لويه ضايعه ده.
د کابل پوهنتون مشرتابه د خپلې ژورې خواخوږۍ او غمشريکۍ مراتب د شهيد پوهاند عزيزاحمد پنجشيري کورنۍ ته څرګندوي او د الله تعالى (ج) له درباره هغه ته  د فردوس جنت هيله کوي.
ختم- شکريه – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته