کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٨
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني د ډاډګيرنې او همدردۍ پيغام.
په ژورې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې دهيواد يو تکړه او مطرح انځورګر محمد اسماعيل نيکراى دهغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه وفات شوى دى.
اروښاد محمد اسماعيل نيکراى موږ ته دښکلې او بې سارې انځورګرۍ آثار په ميراث پريښودل.
د ده مړينه دافغانستان فرهنګ او هنر ته يوه ضايعه ده دخپلې ډاډګيرنې او همدردۍ مراتب د ده کورنۍ او دوستانو او دهنر کارکوونکو ته وړاندې کوم او دلوى خداى (ج) له دربار څخه ده ته د مغفرت او پاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوم.
0 د یوې دقیقې څخه لږ