ټولنه

د ډاډګيرنې پيغام

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٩

د روسيې د مسافر وړونکې الوتکې د راغورځيدو په باب د افغانستان د پخواني جمهور رييس حامدکرزي د ډاډګيرنې پيغام

په ژورې خواشينۍ سره مې د روسيې د مسافر وړونکې الوتکې د راغورځيدو د غمجنې پيښې او د هغه د ټولو ٢٢٤ تنو سپرليو د وژل کيدو خبر ترلاسه کړ.

په دې وسيله د خپلې ژورې خواشينۍ او ډاډګيرنې مراتب د فدراتيفې روسيې مشرتابه او د دغې زړه بوږنوونکې پيښې د قربانيانو کورنيو ته څرګندوم.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته